د ارګ ماڼی په وینا ولسمشر غني پرون د هلمند ولایتي شورا له غړو سره د کتنې پر مهال وویل ”د کجکي بند د پراختیا کار ډېر ژر پیلېږي او ترکي شرکت د ۱۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت چمتو دی پانګونه پرې وکړي چې د یومیلیارد متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري. “
هغه زیاته کړه، د زمینداور کانال مطالعه هم په وروستیو پړاونو کې ده او د دغه کانال د فعالولو لپاره جدي اراده شته.
له ارګه پ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې د هلمند د ولایتي شورا غړو د پولیسو او ملي اردو د تشکیل د کموالي، د کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکیټ د نشتوالي، د ښوونځیو د ښوونکو د کموالي، د کجکي او فرهاد بند د جوړېدو، د بُست د تصدۍ د فعالولو، پوهنتون ته د هلمند د لوړو زده کړو موسسې ارتقا، د جوارو د غوړيو د تولید فابریکې د جوړولو، د رُخام ډبرو له قاچاق څخه د مخنیوي او د هغه د فني کېندنې، د هلمند سیند په اوږدو کې د شپږ پلونو د جوړولو، بُست روغتون ته د پاملرنې او د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کېدو او همداراز د امنیتي ځواکونو او خبریالانو د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه یې خپل وړاندیزونه او ستونزې د جمهوررئیس سره شریکې کړې.