د لوبې په ۱۸ مه دقیقه کې د طوفان هریرود لوبغاړی یار محمد ذکیر خان لومړی وکړ، دوېیم ګول د لوبې په ۲۹ مه دقیقه کې د روف قاري له خوا ووهل شو او درېیم او وروستی ګول د رحمت الله خیرخواه له خوا د لوبې په ۷۴ مه دقیقه کې ووهل شو.
له دې سره د میوند اتلانو لوبغاړي ملا ماته شوه او تر ډېر هڅو یې بیا هم ونه شو کړای یو ګول هم ووهي.
د یادونې وړ ده چې د غوره سیالیو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ هم د شاهین اسمایي او د اباسین څپي ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د ۱-۰ ګولونو په توپیر د اباسین څپي په ګټه پای ته ورسېد
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)