د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، زابل، جوزجان، قندوز، غزنی او خوست ولایتونو کې د امنیتی ځواکونو او ملی ادرو او کماندو ځواکونو او هوایی ځواکونو له لوری عملیاتونه ترسره شوی دی.
د ملی دفاع وزارت معلوماتو په اساس، د زابل ولایت شینګی او میزان ولسوالیو کې د ترهګرو سره د ملی اردو ځواکونو نښتو په ترڅ کې ۱۹ تنه وژل شوی او ۱۲ تنه نور یی ټپیان شوی دی.
همدارنګه د کماندو خاصو ځواکونو عملیات په ترڅ کې د جوزجان ولایت قرقین ولسوالی کې ۱۷ تنه وژل شوی دی.
د قندوز ولایت دشت ارچی او علی آباد ولسوالیو کې هم ملی اردو هوایی ځواکونو بردیونو په ترڅ کې ۱۴ تنه وژل شوی، ۵ تنه نور ټپیان شوی دی او همدارنګه هغوی پنځه پټنځایونه له منځه وړل شوی دی.
همدارنګه د خوست ولایت ګریز ولسوالی کې هوایی بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر چی حقانی شبکه پوری اړه درلود، وژل شوی او ۱ تن ټپی شوی دی.