مزارشریف کې امنیتی چارواکې وایی چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د دولتاباد ولسوالۍ په چاهي سیمه برید کړی دی.
وسلهوالو طالبانو بیا په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې د چاهي سیمې بازار د دوی تر ولکې لاندې دی او دغلتهیې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات اړولي دي.
د دولتاباد ولسوالۍ امنیه قوماندان فضلالدین نجمزاده په دی اړه ویلي چې د وسلهوالو د ځپلو لپاره عملیات پیل شوي او ډېر ژر به د چاهي سیمه له وسلهوالو طالبانو پاکه کړي.