د ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رحمت الله په نوم د القاعدې غړی د جلال اباد ښار د لومړی امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې رحمت الله له خپل ۴ ملګرو سره یو ځای د ملي امنیت ریاست موظفینو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه هم دوام لري.