د ایران سپاه پاسداران او د یمن په حوثي یاغیانو تړلیو رسنیو د دغو بیړیو له ویشتلو هرکلی کړی دی.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي:
"په ایران پورې تړلو عواملو د نړیوالې بېړۍ چلونې امنیت ته د خنډ د پېښولو په هڅه کې د سره سمندرګي په باب المندب تنګي کې یو وحشت جوړ کړ."
تانیاهو چې د اسرائیلو د نویو سمندري ځواکونو په پوځي مراسمو کې برخه اخېستې وه، پرون چهارشنبه ایران ته ګواښ وکړ:
"که ایران د باب المندب تنګي د تړلو هڅه وکړي، زه ډاډه یم چې له نړیوال ائتلاف سره به مخ شي. هغه ائتلاف چې ایران به دې کار ته پرینهږدي او اسرائیل به له خپل ټول ځواک سره د هغه یوه برخه وي."
د ایران ولسمشر حسن روحاني هم څو ورځې دمخه ګواښ وکړچې که امریکا د ایران د تیلو د صادراتو مخه ونیسي هېڅ هېواد به د ایران له لاسه خپل تیل صادر نهشي کړای.
هغه د هُرمز تنګي د تړلو ګواښ وکړهغه څه چې د ایران د مشر ایت الله علي خامنه یي له پراخ هرکلي سره مخ شو.
د ایران دا ګواښونه وروسته له هغه وشول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې هېوادونه ته ګواښ کړی چې که له ایرانه د تیلو واردات بند نهکړي له جدي عواقبو سره مخ کېږي.
د ایران تردې دریځ وروسته
«سي.اېن.اېن» رپوټ ورکړ چې لوړپوړو امریکايي چارواکو د اوبو د تنګیو د احتمالي تړلو د مقابلې لپاره د پوځي قوې د کارولو مسئله څېړلې ده.
«سي.اېن.اېن»دا هم ویلي چې د امریکا دفاع وزارت په دغو څېړنو کې د یوه پوځي ائتلاف په رامنځته کېدو بحثونه کړي چې په سیمه کې د امریکا له متحدینو له هغې ډلې سعودي عربستان سره په ګډه د پوځي عملیاتو اجرا کول یې یوه دنده بلل شوې ده.
باب المندب د یمن په جنوب کې پروت دی او د اسرائیلي رسنیو د راپور په حواله د حوثي یاغیانو له ګواښ سره مخ دی.