ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په ارګ کې د ۱،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ تدارکاتي مورده وارزول چې په پایله کې د ۶۲۸،۶ میلیون افغانیو په ارزښت څلور پروژې منظور شوې.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په منظور شویو پروژو کې د ۳۴ کیلومتر په واټن د کابل-غزني لویې لارې د اساسي ترمیم د قرارداد ورکړه او د لوړو زده کړو وزارت د ریفورم پروژې په ګډون د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي تاسیساتو د درملو تهیه او تدارک قراردادونه شامل دي.
د ارګ ماڼی په وینا، د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ ۱۲۷ قلمه البسې تدارک او د خوست ولایت په مرکز کې د نمونهیي کمپلکس ودانۍ قراردادونه هم منظور کړي دي.
ارګ ماڼی وایي، په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر رئیس او غړو سربېره له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د غوڅ ملاتړ سیستیکا، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.