د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نصیر احمد فقیری؛ د غزنی ولایت شورا یو غړۍ نن شنبه(سرطان ۲۳) د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: د طالبانو تیری شپی بریدونو په ترڅ کې چی د جغتو ولسوالی قیاق دره کې ترسره شوي، ۷ تنه پولیس سرتیری وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوی دی.
فقیری زیاته کړه چی په دی نښتو کې طالبانو ته هم تلفات اوښتی دی.
هغه همدارنګه د طالبانو له لوری دوه تخلیه شویو پوستو ته اوراچونه هم تایید کړی دی.
په همدی حال کې، فرید مشعل؛ د غزنی پولیسو قومانده د خبرنګارانو سره په مصاحبه کی د جغتو قیاق دره کې د ۳ تنه سرتیرو وژل کیدنه او ۲ تنه نورو ټپی کیدنه تایید کړی دی.
له بل لوری، طالبانو سیمه ایز سرچینی په غزنی کې ادعا کړي چی دوه امنیتی پوستې په دره کې تر تصرف لاندی کړي.
د طالبانو بریدونه په آخیرو کې د غزنی مرکز او ولسوالیو باندی ډیر شوی دی.