د هیواد په ختیځ کې سیلاب ۲۰۱ قول اردو مطبوعاتی دفتر څخه په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلی دی چی کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزارده کې د څو ورځو راهیسی طالب وسله والو او داعش ډلې ترمنځ نښتې روانې دی.
د ۲۰۱ سیلاب قل اردو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې پرون یکشنبې د دواړو خواو په نښتو کې ۵ کسان وژل شوي دي چې درې يې داعشیان او دوه يې طالبان دي. د اعلاميې له مخې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ له یوې اوونۍ راپدیخوا سختې نښتې روانې دي. طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.