په دی سفر کې چی د عبدالله بن محمد بن ابراهیم آل شیخ د سعودی عربستان الشورا مجلس رئیس له لوری دعوت په اساس صورت نیولی دی، فضل هادی مسلمیار قرار دی چی خپل سعودی سیال سره د پارلمانی اړیکو پراختیا او تحکیم پرسر او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبری اتری وکړی.
د سعودی هیواد چارواکو او سعودی میښت افغانانو سره لیدنه ددی سفر وړاندوینو څخه دی.
سناتوران عبداللطیف نهضت یار، جمعه الدین ګیانوال، رحمت الله اچکزی او انجنیر احمد جاوید رووف د سنا مجلس رئیس سره هملاری دی.