د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان دفاع وزارت نن ورځ په خبر شوی په خبرپاڼه کې ویلی دی، په دغه عملیاتو کی ۱۸ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینی زیاتوی، چې یاد هوايي بریدونه د غزني ولایت په اندړو او ده یک ولسوالیو کې شوي دي.
په خبر پانه کی ویلی شوی دی، چې په دغه برید کې د دولت مخالفانو یو شمېر وسلې او مهمات له دوه عراده موټرسایکلونو سره یو ځای له منځه وړل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.