په مشرانو جرګه کې د ارزګان استازی محمد حنیف حنیفي ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال یوازې د ولسوالۍ تعمیر، امنیه قومانداني او د ملي اردو یوه قرارګاه د دولت تر ولکې لاندې ده او نوره ټوله ولسوالۍ طالبانو نیولې.
د نوموړي په وینا که د حکومت له لوري بېړنی اقدام ونهشي ولسوالۍ سقوط کوي.
په ورته وخت کې بیا د ارزګان امنیتي مسؤلین په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.
دفاع وزارت مني چې دغه ولسوالۍ کې جګړه روانه ده، خو وايي دوی هڅه کوي څو وسلهوال طالبان په شا کړي.
محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوايي او ځمکني بریدونه روان دي، څو ولسوالۍ له سقوطه وژغورل شي.
وسلهوالو طالبانو بیا تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته وروستي جزئیات نهدي ورکړي، خو تېره ورځیې ویلي وو چې د دغې ولسوالۍ ډېری برخې د دوی لاس ته ورغلې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)