ناصر مهری، د فراه والی ویاند و
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی تیره شپه طالبان د امنیتی اردو او نظم عامه پر څو پوستو باندی د فراه رود، شیوان، پشت رود سیمو او لاش او جوین یورش ولسوالی کې برید کړی دی.
هغه وویل چی په دی پوستو کې د تلفاتو شمیر دقیق نه دی ګزارش شوی خو ۸ تنه په فراه رود، ۲ تنه په شیوان، ۳ تنه په پشت رود او ۲ تنه نور د لاش او جوین په ولسوالی کې شهید شوی دی.
همدارنګه هغه زیاته کړه چی ۵ تنه نور امنیتی ځواکونه په دی نښتو کې ټپیان شوی دی.
د فراه والی ویاند په وینا، طالبان امنیتی پوستو د نیولو په مقصد دا بریدونه ترسره کړی دی.
له بل لوری ځینی سرچینی په فراه کې وایی چی تیره شپه ۲۳ تنه نظم عامه سرتیری د رج په سیمو کې د لاش و جیون ولسوالی کې شهید شوی دی.
دا سرچینه ویلی چی ملاسلام طالبانو پیژندل شوی قومانده هم وژل شوی دی.
د فراه والی ویاند وویل چی ۲۴ تنه طالبان وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوی دی.