د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ننګرهار د ولایت مقام د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې نن ورځ ویلی دی، چې په دغه نښتو کې افغان سرتېرو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د یاد وړدی، په یاد ولایت کی د افغان امنیتی ځواکونو او د دولت مخالفینو ترمنځ په نښتو کې ۵ تن طالب وسلهوال وژل شوي دي.
سرچنیو زیاتوی، چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دغه نښتې په مومندره ولسوالۍ کې شوې دي.
خبر پانه زیاتوی، په دغو نښتو کې د صفی الله او شاکر په نومونو د طالبانو دوه سیمهییز طالب قومندانان هم وژل شوي دي.
سرچنیو وایی، چې په دغو نښتو کې دولتي ځواکونو او ملکیانو ته تلفات نه دي اوښتي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.