د دغه سازمان د اسیا د څانګې مرستیال عمر واریاچ ويلی دا مخصوصاً د خبریالانو پر وړاندې یوه داسې تراژیدي وبلله چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه درلود.
نوموړی وايي:"په تېرو لسو کلونو کې څه باندې ۱۰ زره کسان هر کال وژل شوي یا ټپیان شوي دي. پهدې کې د وسلهوالو ډلو لهخوا په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه شوي دي. د خلکو قصدي وژنه یو جنګي جنایت دی . موږ ګورو چې داعش وسلهوالې ډلې د دې حملې مسؤلیت منلی او موږ باور لرو چې دوی یو جنګي جنایت ترسره کړی دی."
پرون دوشنبه په کابل کې په ځانګړي ډول د خبریالانو لپاره یوه خونړۍ ورځ وه.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي پر افغان حکومت انتقاد وکړ چې د خلکو په تېره بیا د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلي.