دا وزارت زیاتوي چې اوسمهال په ۱۰ ولایتونو کې چېرته چې د دولت د وسلهوالو مخالفینو فعالیتونه او ګواښونه زیات دي، د نصرت په نوم پراخ تهاجمي عملیات روان دي.
د دفاع د وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، ملي اردو او کمانډو ځواکونه په ورځني ډول ۶۵ عملیات ترسره کوي چې ناامنه او له ګواښ سره مخ سیمې په بشپړه توګه تصفیه کړي.
دی وايي:"دا عملیات په بدخشان، فاریاب، جوزجان، بادغیس، فراه، هلمند، ارزګان،غزني، خوست او ننګرهار کې په بریالیتوب دوام لري. موږ وتوانېدو هغه پټنځایونه لهمنځه یوسو چې دښمن پهکې وسلې او مهمات ځای پرځای کړي وو. ډېر ترورېستان هم وژل شوي دي. دا مهال پهدې لسو ولایتونو کې ۱۵ عملیات روان دي."
ښاغلي رادمنش وویل، د نصرت عملیاتو په دوهم پړاو کې به د راتلونکو پارلماني انتخاباتو لپاره د امنیتي تدابیر د نیولو په خاطر کې تهاجمي عملیات ترسره کېږي او په درېیمه مرحله کې به د افغان ځواکونو په بیا اکمالاتو او د نوېو عملیاتو پر پلانونو کار کېږي.
دفاع وزارت وايي، ملي اردو لا هم د هوايي ځواک او میزائیلو په برخه کې د متحده ایالاتو مرستې ته اړتیا لري او تمه ده چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ افغان هوايي ځواکونه پر خپلو پښو ودرېږي.
په همدې حال کې د ولسي جرګي د دفاعي چارو کمېسیون وايي، امریکا او ناټو باید له ترورېزم سره د مبارزې او د افغانستان په جګړه کې د بریالیتوب لپاره افغان امنیتي ځواکونه لا ښه تجهیز او وروزي.
بل لور ته په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د افغان دولت پر وسلهوالو مخالفینو هوايي بریدونه زیات کړي او پهدې وروستیو کې يې د وسلهوالو د تمویل د سرچینو د لهمنځه وړلو په هدف په فراه او نیمروز ولایتونو کې طالبانو پورې اړوند د نشه يي موادو ۱۱ کارخانې په نښه کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)