د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د مالزی دفاع وزیر نن (پنجشنبه) دی ته په اشاره سره چی داعش پوری اړوند یو تروریستی ډله د اسیا په ختیځ کې د اسلامی خلافت تاسیس لپاره طرحه جوړونې په حال کې دی.
هغه وویل: د داعش هدف لاندی هیوادونه فیلیپین، مالزی او اندونزیا دی.
هغه زیاته کړه: د آسیا جنوب ختیځ او فیلیپین ځینی ختیځ سیمې هغه نقاط دی چی داعش خپل افراطی فعالیتونه د هغه ځایه شروع کوی.
ددی مالزیایی مسؤول په وینا، داعش په هر درو هیوادونو کې د ابوبکر بغدادی په رهبری د شاخو د رامنځته کولو لپاره برنامه ریزی په حال کې دی.
رسنیزه ریپورت دا شکاره کوی چی داعش هڅه کوی چی د ډیرو سرتیرو تښتیدو وروسته د اصلی نښتې سیمو څخه، آسیایی هیوادونو کې نوی پټنځایونه رامنځته کوی.
په فیلیپین او مالزی او اندونزی او بنګلادش کې د ۳۰ څخه ډیر افراطی سازمانونه شته چی په تازګیو کې داعش ډلې سره بیعت اعلان کړی دی.