دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 161087
جنرال باجوه: پاکستان د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وایي، پاکستان د افغانستان سولې او امنیت ته ژمن دی.
نوموړی د جنوبي او منځني اسیالی په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الایس ویلس سره د کتنې پر مهال وویل، چې پاکستان د سیمې سولې او امنیت او په خاصه د افغانستان امنیت ته ژمن دی.
جنرال باجوه زیاته کړه، چې په دې اړه باید د سیمې نور هېوادونه هم خپل رول ولوبوي.
د راپورونو له مخې، اغلي ویلس تېره اوونی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالیتونو د جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته پر اسلام اباد فشارونه زیات کړي دي.
افغان او امریکایي چارواکي وایي، پاکستان د ترهګرو د ځالو پر وړاندې تر اوسه د پام وړ اقدامات نه دي کړي او د طالبانو د ډلمشرانو په ګډون د افغانستان ضد ترهګرې ډلې لا هم په دغه هېواد په ازاده توګه فعالیت کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivzazyt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته