د
افغان غږ خبری آژانس په ریپورت سره، مسلح کسان ۱۵ ورځې مخکې، ۳۰ تنه مسافر د کندهار-ارزګان په لاره کې، د موټر څخه کښته کړی او ځان سره تښتولی وو.
د هغه کسانو څخه ۱۷ تنه یی په دوه ډله کې د سیمه ایزو مشرانو په منګړیتوب سره آزاد شوی دی.
دوست محمد نایاب؛ د ارزګان والی ویاند د چهارشنبه په ورخ آزادی رادیو ته وویل چی د نورو ۱۳ تنو آزادولو لپاره هم هڅه روانه ده.
عبدالقوی عمری؛ د ارزګان ولایت امنیت آمر هم ویلی دی چی ټول تښتول شوی کسان ملکی وګړي دی.