د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، مخکې له دی د پاکستان حکومت ملا برادر، د ملا عمر معاون او ځینی نور کلیدی د طالبانو څخه چی ټوله افغانستان سره سولې لپاره تمایل درلود، نیولی وو، خو اوس لیدل کیږی چی دا هیواد د طالبانو یو مشهور قومانده د سولې د پروسی سره مرستې لپاره آزادوی.
دیلی تایمز ورځپاڼه د افغانستان طالبانو څخه په نقل سره ویلی چی ملا نانی د پاکستان حکومت له لوری دوه ورځې مخکې آزاد شوی دی، خو په دی برخه کې نور جزئیات نه دی ارایه شوی.
طالبان ویلی دی، ملا نانی چی طالبانو حکومت کې د عدلیه وزیر او استخباراتو وزیر وو، د ۲۰۱۶ کال اکتوبر میاشت کې د پاکستان حکومت له لوری د بلوچستان په ایالت کې نیول شوی وو.
تراوسه پاکستان حکومت په دی اړه جزئیات نه دی ورکړی، خو دیلی تایمز ورځپاڼه لیکلی دی چی شاید پاکستان ددی لپاره ملا نانی آزاد کړی وو چی د افغانستان سولې پروسی سره مرسته وکړی.