د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، اقبال باهر، فراه پولیسو قوماندی ویاند وویل: تیره شپه طالبان د پشت کوه په ولسوالی کې څو امنیتی پایګاوو باندی برید کړی د هیواد امنیتی ځواکونو له لوری په شا وټمبول شو.
هغه زیاته کړه: ددی بریدونو په لړکې، ۱۰ تنه طالبانو وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی.
د فراه پولیسو قوماندی ویاند ادامه ورکړه: د طالبانو پوره ماتې لپاره نن سه شنبه د دلو په ۲۴ په فراه کې امنیتی ځواکونو پراخ عملیات شروع شوی دی.
دا عملیات په داسی حال کې په فراه کې ترسره کیږی چی دوه اونۍ مخکې طالبان ددی ولایت ساختمان تر دری کیلومتری پوری نږدی شوی وو او په لړکې یی محمد عارف شاه جهان خپل لوری څخه استعفا ورکړه او عبدالبصیر سالنګی ددی ولایت والی په حیث وګمارل شو.