د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې هغه امنیتي پلان تأیید شو چې د یکشنبه په ورځ د کورنیو چارو وزارت، جمهوري ریاست ته وسپاره.
د ارګ نه خبرشوی په یوه خبرپاڼه کې ویلی، د کابل د امنیت نوې طرحه چې پرون د وسلهوالو ځواکونو د اعلی قوماندانۍ په غونډه کې له بحثونو وروسته په اصولو کې تأیید شوه، د کابل د مسؤلو امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او د کشف او استخباراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او په امنیتي سکټور کې د هر اړخیزو اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کوي.
ویلکږی، په غونډه کې د دې طرحې په اړه له بحث وروسته د کشفي او استخباراتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د کابل د امنیتي کمربند د غښتلي کولو پر اړتیا ټینګار وشو.
د ارګ په خبرپاڼه کې زیاتوی، چې افغان ولسمشر په پرونۍ غونډه کې مسؤلو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د پلازمېنې کابل د امنیتي پلان د عملي کولو پر جزئیاتو کار په ۱۰ ورځو کې بشپړ کړي.