د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، مظاهره چیانو په پروان مېنه کې د پاکستان سفارت ته نږدې مظاهره ورکړه او وایی، چی پاکستان حکومت د تر هګرو دلو باید په تور لیست کی شامل شی.
مظاهره چیانوچې د پاکستان پرضد شعارونه ورکول وایی، چې د افغانستان په ولایتونو او په تېره په کابل کې د وروستیو ترورېستي حملو عاملان د پاکستان لهخوا تمویلېږي.
دوی د افغان له حکومت څخه وغوښتل چې له پاکستان حکومت سره هر ډول اړیکې وشلوي.
مظاهره چینانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه، په تورلېست کې شامل کړي.