د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره او د رسنیو څخه په نقل سره، محمد عظیم هاشمی؛ د پکتیکا ولایت پولیسو قومانده، د سه شنبه په ورځ وویل چی د خارجی ځواکونو الوتکې شنبه ورځې په شپه په دوو بیلابیلو بریدونو کې د برمل او نیکه ولسوالیو کې، طالبان تر برید لاندی نیولی دی چی په نتیجه کې یی ۶۵ تنه طالبان وژل شوی او ځینی نور ټپیان شوی دی.
د پکتیکا پولیسو قومانده په وینا په دی بریدونو کې، دوه پټنځایونه، موټران او طالبانو جنګ وسیلی هم له منځه وړل شوی دی.
ښاغلی هاشمی زیاته کړه چی دا برید د پکتیکا ولایت او ولسوالیو امنیت تامین سره به مرسته وکړی.
روشانه نه ده چی آیا ددی برید په جریان کې غیری نظامیانو ته زیان رسیدلی که نه.
طالبان د امنیتی سرچینو ادعا ددی ځواکونو تلفاتو په اړه رد کړی دی.