د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن سرګندوی، زموږ امنیتی ځواکونه به تر نامعلومې نېټې پورې په سوریه کې پاتې وي.
د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن، د چهارشنبه په ورځ په اسټنفورډ پوهنتون کې د وینا پرمهال رسنیو ټه وویل، په سوریه کې به د امریکايي ځواکونو ماموریت د داعش پر ځپلو او دې هېواد ته د دې ډلې د بېرته ستنېدو د مخنیوي پر موضوع متمرکز وي.
هغوی ویلی، په اوس وخت کې له سوريې څخه د امریکايي ځواکونو وتل به بشار الاسد ته فرصت برابر کړي چې د خپلو خلکو پر ضد ظالمانه چلند له سره پیل کړي.
د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن زیاتوی، چې اسد نهشي کولی په سوریه کې د اوږدمهاله ثبات لپاره د خلکو باور ترلاسه کړي.