دخپریدو نیټه :جمعه ۳ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 153676
حکومت ته د ولسی جرګه دوهم معاون اخطار
په داسی حال کی چی قرار دی سبا شنبه، ځینی نامزادان د رای کسب لپاره ولسی جرګه ته معرفی سی، نذیر احمدزی ددی جرګه دوهم معاون وویل، ترڅو چی ټول نامزد وزیران هغوی ته معرفی نه سی، د معرفی سوی نامزادانو لپاره به د رای صندوق نه کښیښول کیږی.
ویل کیږی چی تراوسه د خارجه، معارف او اطلاعاتو او کلتور وزارت نامزادان د حکومت له لوری نه دی معرفی سوی. قرار دی سبا شنبه ( ۴ قوس ۱۳۰۶ ) طارق شاه بهرامی د دفاع وزارت نامزد په حیث، فیض الله ذکی د کار او ټولنیز چارو وزیر پّ توګه، نرګس نهان د معادن او پطرولیم وزارت نامزد په حیث، محمد شفیق ګل آغا شیرزی د سرحداتو او اقوامو او قبایلو وزارت نامزد په حیث، حمید طهاسی د ترانسپورت وزارت نامزد په حیث، نجیب الله خواجه عمری د عالی زده کړو وزارت نامزد په حیث، ویس برمک د داخلی وزارت نامزد په حیث، شهزاد ګل آریوبی د مخابراتو وزارت نامزد، مجیب الرحمان کریمی د احیا او انکشاف دهات نامزد، ویما یاری د عامه فوایدو وزارت نامزد په حیث ولسی جرګه ته معرفی سی.
https://avapress.net/vdcd5s0f9yt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته