د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش، نجیب دانش؛ د داخلی وزارت سرپرست د چهارشنبه( ۲۴ عقرب) ورځ ددی موضوع څخه اندیښنی سره وویل: دا چی طالبان څنګه شپی لیدونکی دوربینونو ته لاسرسی پیدا کړی دی او دا دوربینونه د کوم هیواد جوړ دی، ددی موضوع څیړلو لپاره یو تخنیکی ټیم موظف سوی دی.
دداخلی وزارت په داسی حال کی ددی څیړنو څخه خبره کیږی چی د فراه ولایت سیمه ایز ځینی مسئولین د آزادی رادیو سره په مصاحبه کی ادعا کړی چی طالبان د روسیه جوړ دوربینونو څخه په دی ولایت کی ګټه اخلی.
د دفاع وزارت هم تائیدوی چی طالبان د شپه لیدونکو دوربینونو څخه ګټه اخلی خو دا چی دا دوربینونه د کوم هیواد جوړ دی، دا وزارت په اړه یی بی خبری شکاره کړه.
مسکو ډیر ځلی د طالبانو څخه د نظامی ملاتړ په اړه ګزارشونه رد کړی دی.