د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د سوریه ولسمشر زیاته کړه: سوری ځواکونه خپل ۸۰ سلنی اهدافو ته رسیدلی دی خو په ادلب کی به سخت جنګ پرمخ ولرو چی په هغه کی به مجبوره یو چی د ترکیه اشغالګره ځواکونه او مسلح ډلی چی د النصره جبهه مشری لاندی فعالیت لری او القاعده پوری تړلی دی، مخامخ سو.
بشاراسد په عینی حال کی ټینګار وکړ: د دمشق په نظر ( هر خارجی نظامی حضور چی د سوریه دولت په موافقت سره نه وی د سوریه خاوری اشغال په حکم دی).
هغه زیاته کړه: موږ ددی اجازه نه ورکوو چی سوریه وویښل سی او چاته اجازه نه ورکوو چی کوم بیل هویت د عربی څخه، پردی هیواد باندی تحمیل کړی.