د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جنرال نظام الدین خنجر په غزنی کی د دریم ارتش لوا قومانده د افغان ځواکونو دا عملیات په اړه وو
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په تلیفونی اړیکه کی وویل: دوه ورځی مخکی دا چاڼییز عملیات د پولیس او کماندو ځواکونو ځمکنۍ او هوایی بریدونه او عملیات په خوګیانی کی شروع سوی دی.
ددی عملیات په جریان کی څو کلۍ د طالبانو څخه پاک سوی دی او د ۲۰ تنو طالبانو په شمیر وژل سوی او ۵ تنه نور ټپیان سوی دی.
خنجر ټینګار وکړ: دا عملیات ددی ولسوالی د پوره تصفیه کیدو پوری ادامه لری.
په همدی حال کی د غزنی ولایتی شورا مشر خالقداد اکبری د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په اړیکه کی وویل: ډیر نظامی عملیاتونه چی رامنځته کیږی بیله کوم لاسته راوړنی دی ځکه دا عملیاتونه نمایشی دی او د عملیات وروسته بیرته د دولت مسلح مخالفان تصفیه سوی سیمی ته راګرځی چی ډیر ځلی دا تجربه سوی دی. د غزنی ولایتی شورا مشر ترڅنګ ددی ولسوالی ځینی اوسیدونکی هم دا عملیاتونه نمایشی بولی.
د جغتو ولسوالی یو اوسیدونکی د نوم یادونی څخه ډډه وکړه او وویل چی دوه کاله مخکی هم د غزنی امنیتی چارواکی د خوګیانی په ولسوالی کی د طالبانو پرضد عملیات رامنځته کولو ادعا درلوده او طالبانو ته درانده تلفاتو اوښتو په اړه خبری کولی، خو موږ چی د جغتو ولسوالی قاق دره کی ژوند کوو ددی عملیاتونو شاهدان وو چی امنیتی ځواکونو د یو څه وخت وروسته بیله کوم عملیات د سیمی څخه ولاړل او وروسته ادعا وکړ چی د خوګیانی ولسوالی د امنیتی ځواکونو عملیات په نتیجه کی په پوره توګه پاک سوی دی او په لسګونه مسلج کسان وژل سوی او ټپیان سوی دی.