دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۴۱
د مطلب کود : 152726
په افغانستان کی مستقر سرتیرو شمیر ۱۶ زرو تنه ډیریږی/ شمشاد تلویزیون باندی برید، ټول خلاصه ټولنی باندی برید بلل کیږی
د ناتو عمومی منشی د سه شنبه په ورځ په یو خبری ناسته کی وویل: د بروکسل په ناسته کی، افغانستان ته د نوی ځواکونو استولو په اړه هم تصمیم اخیستل کیږی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، هغه همدارنګه د شمشاد خصوصی تلویزیون دفتر باندی برید وغندله او ټول آزاد ټولنې باندی برید وبلل.

ینس ستولتنبرګ په دی بیان سره چی په اخیر اونۍ افغانستان کی ډیر سخت وو، وویل: افغانستان امنیتی ځواکونه شمشاد تلویزیون باندی د برید مهار سره خپل کاری توان ښودلی دی.

ښاغلی ستوتنبرګ ټینګار وکړ چی د ناتو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناسته کی افغانستان ته نوی سرتیرو استولو په اړه هم تصمیم نیول کیږی او ددی سرتیرو شمیر د ۱۳ زرو څخه تر ۱۶ زرو پوری پراختیا مومی.

د دفاع وزیرانو ناسته د چهارشنبه په ورځ شروع کیږی چی افغانستان مسایلو باندی خبرو سربیره، د ناتو جوړښت او شمالی کوریا مسایلو باندی هم بحث کیږی.

همدارنګه د سایبری بریدونه د دفاع وزیرانو خبرو بله اجندا څخه دی. ناتو عمومی منشی وویل چی هره ورځ ددی سازمان انترنتی اداراتو باندی سایبری بریدونه ترسره کیږی.

https://avapress.net/vdcirrazqt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته