د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، هغه همدارنګه د شمشاد خصوصی تلویزیون دفتر باندی برید وغندله او ټول آزاد ټولنې باندی برید وبلل.
ینس ستولتنبرګ په دی بیان سره چی په اخیر اونۍ افغانستان کی ډیر سخت وو، وویل: افغانستان امنیتی ځواکونه شمشاد تلویزیون باندی د برید مهار سره خپل کاری توان ښودلی دی.
ښاغلی ستوتنبرګ ټینګار وکړ چی د ناتو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناسته کی افغانستان ته نوی سرتیرو استولو په اړه هم تصمیم نیول کیږی او ددی سرتیرو شمیر د ۱۳ زرو څخه تر ۱۶ زرو پوری پراختیا مومی.
د دفاع وزیرانو ناسته د چهارشنبه په ورځ شروع کیږی چی افغانستان مسایلو باندی خبرو سربیره، د ناتو جوړښت او شمالی کوریا مسایلو باندی هم بحث کیږی.
همدارنګه د سایبری بریدونه د دفاع وزیرانو خبرو بله اجندا څخه دی. ناتو عمومی منشی وویل چی هره ورځ ددی سازمان انترنتی اداراتو باندی سایبری بریدونه ترسره کیږی.