په هلمند کی د مسافر بری موتر د اوښتو له امله ۲۰ تنه وژل سوی اوټپیان سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالی کی د یو ۳۰۳ ډوله موټر چپه کیدو له امله لږ ترلږه ۶ تنه وژل سوی او ۱۴ تنه نور ټپیان سوی دی.
دا ترافیکی پیښه پرون سهار د ۹:۳۰ بجو په شاوخوا کی ددی ولسوالی سنګلان په سیمه کی رامنځته سوی دی.
دا مسافر وړنی موتر د پردیس ایوبی ترانسپورتی شرکت پوری مربوطیږی.