د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، په دی ناسته کی دونالد ترامپ د خپل هیواد ملی امنیت ارشد غړو رایزنیو سره، د افغانستان په وړاندی د واشنګتن راهبردی په اړوند ډیر انتخابونه وڅیړل، خو په افغانستان کی د سرتیرو ډیرولو په اړه کوم تصمیم ونه نیول.
دا ناسته د جمعی په ورځ رامنځته سوه، د امریکا لوړو چارواکو بحثونو څخه په افغانستان کی جاری وضعیت او جنوبی آسیا په وړاندی د واشنګتن پراخ راهبردی دی.
د دونالد ترامپ ډیر لوړرتبه چارواکی د دونالد ترامپ سره د افغانستان په وړاندی د واشنګتن استراتژی لپاره اختلاف نظر لری.
د سپین ماڼۍ ویاند سارا سندرز وویل: ښاغلی ترامپ انتخابونه مطالعه کوی او خپل تصمیم په یو مناسب وخت کی به اعلان کړی.
هربرت ریموند مک مستر، د امریکا ملی امنیت مشاور او ولسمشر ملی امنیت ټیم نور ارشد چارواکی په افغانستان کی د ځواکونو ډیریولو طرفداره وو.
استیف بینن، د سپین ماڼۍ مخکنی ارشد استراتژیست او ځینی نور کسان چی د نړیوال کیدو سره مخالف په نامه هم مشهوره دی د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو غوښتونکی دی.
استیف بینن د جمعی په ورځ د خپل دندی څخه برکناره سو.
د پاکستان په وړاندی د امریکا سیاست باندی اختلافات
د آمریکا غږ په ګزارش سره، د دیوید کمپ په ناسته کی، امریکایی چارواکی د پاکستان په وړاندی د واشنګتن د سیاستونو بدلون پرسر باندی هم اختلاف نظر درلود.
ځینی امریکایی چارواکی د اسلام آباد په وړاندی د سختو موقفو اخیستلو غوښتونکی دی او وایی چی د پاکستان ځواک او د هغه هیواد نظامی استخباراتی اداره د طالبانو څخه ملاتړ کوی- هغه تور چی اسلام آباد هر وخت هغه رد کړی دی.
د دیوید کمپ په ناسته کی یو پیشنهاداتو څخه داوو چی که اسلام آباد د طالبانو رهبران او حبانی شبکی مشران ونه نیسی، امریکا باید پاکستان د تروریستانو ملاتړ هیوادونو په نوملړ کی شاملولو باندی غور وکړی.
که پاکستان د تروریزم د ملاتړ هیواد په حیث وپیژندل سی، امریکا به د هغه هیواد په وړاندی سخت تعزیرات غوره کړی د هغه جملی څخه اسلحه خرڅونه به ورباندی بند او اسلام آباد سره به اقتصادی مرسته ودروی.