د هرات په ښار کی د ناامنیو په ډیریدو سره، د داخلی وزارت امنیتی معین ریاست ته مرکز اعزامی هیئت، ددی ولایت څو امنیتی مدیران د دندی څخه ګوښه کړ.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی د هرات پولیسو ځینی مدیران د دندی څخه برکناره سوی دی.
هغه زیاته کړه؛ د هرات د تروریزم سره مبارزی مدیران، جنایی پولیسو مدیران او هرات امنیه قوماندانی استخباراتو مدیران د لویو لارو قوماندان په ګډون د موظف هیات څیړنو په نتیجه کی د دندی څخه ګوښه او دهغوی پرځای نوی کسان ګمارل سوی دی.
هغه زیاته کړه چی ددی کسانو څخه ځینی یی د اخیر پیښی په ارتباط( جوادیه مسجد باندی برید) کی مقصر پیژندل سوی دی.
دا هیئت نن د هرات څخه و کابل ته ګرځیدل.