کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات امنیتی څو لوړ چارواکی د دندی څخه ګوښه سوی

17 اسد 1396 ساعت 0:45

د هرات په ښار کی د ناامنیو په ډیریدو سره، د داخلی وزارت امنیتی معین ریاست ته مرکز اعزامی هیئت، ددی ولایت څو امنیتی مدیران د دندی څخه ګوښه کړ.


 

 

د افغان غږ(آوا) په ګزارش سره، جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند و آوا ته وویل چی د هرات پولیسو ځینی مدیران د دندی څخه برکناره سوی دی.

هغه زیاته کړه؛ د هرات د تروریزم سره مبارزی مدیران، جنایی پولیسو مدیران او هرات امنیه قوماندانی استخباراتو مدیران د لویو لارو قوماندان په ګډون د موظف هیات څیړنو په نتیجه کی د دندی څخه ګوښه او دهغوی پرځای نوی کسان ګمارل سوی دی.

هغه زیاته کړه چی ددی کسانو څخه ځینی یی د اخیر پیښی په ارتباط( جوادیه مسجد باندی برید) کی مقصر پیژندل سوی دی.

دا هیئت نن د هرات څخه و کابل ته ګرځیدل.


د مطلب کود: 147832

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/147832/د-هرات-امنیتی-څو-لوړ-چارواکی-دندی-څخه-ګوښه-سوی

آوا
  https://www.avapress.net