د سوریی رقه ښارپه څو سیمه کی د امریکا ائتلاف هوایی بریدونه په تیرو ۲۴ ساعتونو کی د ۶۲ غیری نظامیانو د وژل کیدو لامل سو. دا په داسی حال کی دی چی د سوریه ځواکونو عملیات د داعش او النصره جبهه په وړاندی ددی هیواد شمال او ختیځ کی همداسی ادامه لری.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، العالم د سوریه څخه اعلان کړه: د سوریه ځواک درانده هوایی بریدونه د داعش په وړاندی د دیرالزور ښار جنوب المقابر او پانوراما سیمو کی ادامه لری.
ځینی نښتی د سوریه ځواک او داعش ترمنځ ددی هیواد دیرالزور ښار ارشدیه سیمی اطرافو کی هم شروع سوی دی.
د امریکا ائتلاف هوایی بریدونه د رقه ښار په څو سیمو کی په تیرو ۲۴ ساعتونو کی د ۶۲ تنه غیری نظامی کسانو د وژل کیدو لامل سو.
د سوریه ځواک د خلګو ځواکونو په همکاری څو سیمی حماه ښار ختیځ برخه حومه کی بارینا سیمه کی خپل کنترول ته ننه ایستل او ځینی داعشیان په هلاکت ورسول.