دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۲۹
د مطلب کود : 145786
همایون همایون: د ولسمشر کمزوریو له امله حکومت ضد ائتلافونه رامنځته کیږی
د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، چې د ولسمشر د کمزورۍ له کبله یو شمېر حکومتي چارواکو حکومت ضد سیاسي ائتلاف جوړ کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، همایون همایون له ولسمشره غواړي، چې په دې اړه د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي او له نوي ائتلاف سره تفاهم وکړي.
د جرګې یو شمېر نور غړي بیا وايي، چې ائتلافونه باید د ملي ګټو پر بنسټ رامنځته شي.
دوی وايي، که افغانان د بهرنیو دسیسیو پر خلاف یو موټی نه شي، پرمختګونه به له منځه ولاړ شي او هېواد به نور هم بحراني شي.
په ولسي جرګه کې د فراه استازې حمیرا ایوبي وایي، په اوسنیو شرایطو کې د جمعیت، وحدت او جنبش ګوندونو ائتلاف د هېوادني رنځ درملنه نشي کولی. په داسې حال کې ، چې دغه مشران په حکومت کې ځانګړې سیاسي او حکومتي برخه لري؛ ځکه ، نو د نظام په وړاندې باید نوی ائتلاف رامنځته نکړي.
په ولسي جرګه کې د غزني استازی علي اکبر قاسمي وایي، له دې مخکې هم ائتلافونه جوړ شوي؛ خو چا د ملي ګټو پر ضد نه دي نومولي. په داسې حال کې ، چې دغو شخصیتونو دې هېواد ته خدمت کړی؛ اوس یې د ائتلاف په وړاندې مخالف دریځ نیول کیږي.
د ولسي جرګې غړیو د هېواد شرایط نازک وبلل او له ګوندونو او خلکو یې وغوښتل، چې یوالی وساتي.
https://avapress.net/vdcg7n9q3ak9tu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته