د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
د جوزجان امنیه قومندان، رحمتالله ترکمنستاني نن(چهارشنبې د غبرګولي۳۱مه) وایي چې داعش جنګیالیو د دوشنبې پر ورځ(غبرګولي۲۸مه) پر یادې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او د تیرې شپې تر ناوخته پورې دا نښتې روانې وې.
د نوموړي په وینا، په دې نښتو کې ۲۰ داعش جنګیالي وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپيان شوي دي.
د جوزجان امنیه قومندان همداراز د شپږو امنیتي ځواکونو وژل کېدل او د درېیو نورو ټپي کیدل هم تائیدوي.
نوموړی وایي چې، کمانډو ځواکونو او پاڅون کوونکو هم درزآب ولسوالۍ په شمال کې د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول.