د
افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، عبدالرئوف تاج د بادغیس پولیسو قومانده د
افغان غږ خبری آژانس و خبرنګارته وویل: ددی ولایت ځینی ولسوالی لکه بالامرغاب، جوند او آبکمری د سختو امنیتی ګواښونو سره مخامخ دی.
هغه وایی چی امنیتی ځواکونه شپی او ورځی هڅه کوی او د قادس ولسوالی په مربوطه سیمو کی نظامی عملیات شروع کړی دی.
د هغه په وینا د دولت مخالفین د څو ورځو په ترڅ کی په دی ولایت کی خاص تحرکات نه دی ترسره کړی او یواځی څو کوچنۍ بریدونه ترسره کړی دی چی د امنیتی ځواکونو له لوری دفع سوی دی.
هغه وایی چی په بادغیس کی د داعش شتون تراوسه نه دی احساس سوی.
د بادغیس پولیس قوماندان په اخر کی وویل: داعش او طالب د سکی دوه مخې دی او هیڅ توپیر نه لری. دواړه ډلی جنایت ترسره کوی.