د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) د ګزارش له مخی، نښته د تیری ورځی څخه د داعش او طالبانو ترمنځ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالی صمدخیل سیمه کی چی د توره بوره غار ته نږدی موقعیت لری، شروع سوی او همداسی ادامه لری.
قاری هجرت الله، د پچیراګام ولسوال د آمریکا غږ ته ویلی دی چی د داعش تروریستی ډلی جنګیدونکی د توره بوره غار پناهګاووته رسیدو لپاره، د طالبانو سره جنګ شروع کړی دی.
په همدی حال کی د پچیراګام ولسوالی اوسیدونکی وایی چی د پرون مازدیګر څخه جنګ د طالبانو او داعش ترمنځ شروع سوی او داعش پوری اړوند کسان د طالبانو د کنترل څخه سیمی خارج کړی او اوس نښته ددی ولسوالی سید احمد خیل په سیمه کی ادامه لری.
د توره بوره غار د سید احمد خیل سیمی په څو کیلومتری کی دی.
د توره بوره غار د سپین غر غره لمن په یو غرنۍ سیمه کی واقع سوی دی چی هغه غار د دیورند خط هغه لوری ته د تللو او راتللو لپاره هم لاره لری.
په دی حال عطالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند ویلی دی چی د داعش او طالبانوترمنځ نښته د پچیراګام په ولسوالی کی پای ته رسیدلی دی او وضعیت آرام دی.