د
افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، دا کسان د ملی امنیت ریاست خاصو قطعاتو ځواکونو په واسطه په یو خاص عملیات کی نیول سوی دی.
د ملی امنیت ریاست د معلوماتو په اساس، دا شپږ کسیزه ډله د طالبانو تروریستی ډلی څخه یو کس ملبس انتحاری یا انتحاری واسکت لرونکی هم پکښی سته او د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالی څخه نیول سوی دی.
عزیز الله د سیدالرحمن زوری، انتحاری کس، رحمت الله د نیک محمد زویر، د ډلی سازمانده، نزاکت مشهور په وفا د سید اقرار زوی د انتحاری کس لارښود، نورعلی د نیک محمد زوی د انتحاری کس ساتونکی، قاری زاهد د حکیم خان زوی د انتحاری کس لیږدوونکی و سیمی ته او طاهر مشهور په ابوذر د اکبر خان زوی د نیول سوو کسانو څخه دی.
د ملی امنیت عمومی ریاست زیاته کړی دی چی دا کسان د طالبانو مشرانو په امر د پشاور په شورا کی د ننګرهار ولایت ته اعزام سوی وو او قصد درلودل چی د ننګرهار ښار په یو ګڼه ګوڼه سیمه کی انتحاری برید ترسره کړی.