دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 143127
امریکا راتلونکو کلونو کې ۱۶۵بلک‎هاک چورلکې افغانستان ته ورکوی
د کابل هوايي ځواکونو لوا قومندان، ډګر جنرال امین جان وايي چې امریکا متحده ایالاتونه به ۲۰۲۲ زیږدیز کاله پورې ۱۶۵بلک‎هاک یا تور شاهین چورلکې افغان ځواکونو ته ورکړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، ښاغلی امین‎جان وايي:«امریکا ژمنه کړه ده چې ۱۶۵ الوتکې به موږ ته راکوی، درې میاشتې وروسته به یې د ورکړې بهیر پیل شي. ځکه چې اوس زموږ پيلوټانو روزنه نه ده لیدلې او باید چې روزنه ورکړل شي. دلته د کندهار په میدان کې ورته روزنه ورکول کېږی.»
دا په داسې حال کې ده چې ددې وزارت مالی او تخنکي مرسیتال غلام سخي احمدزي کابل کې یوې خبرې ناسته کې ویلي وه چې د امریکا متحده ایالاتونه به له افغان امنتي ځواکونو د مالي کال تر پایه پورې د څلورو الوتکو مرسته وکړي.
ده ویلي وه:«په مشخص ډول ژمنه شوې ده چې څلو الوتکې به د روان مالي کال تر پایه پورې د افغانستان اردو ته وسپارل شي او دا بهیر به د ۲۰۲۲ کال تر پایه دوام ولري؛ دا مرستې به پړاونو کې ترسره شي.»
د نوموړي د خبرو له مخې که افغان دولت له فساد سره مبارزه ونکړي نړیواله ټولنه به د هیواد له امنیتي او دفاعي ادارو سره خپلې مرستې بندې کړي.
د کابل د پوځي هوايي ډګر چارواکي وايي ددغو چورلکو په ترلاسه کولو سره به د هوايي ځواکونو ډیرې ستونزې اوارې شي.
امریکا په دې وروستیو کې څلور چورلکې افغان هوايي ځواک ته سپارلې دي.
https://avapress.com/vdcdxs0f5yt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته