د حزب اسلامي چارواکي وایي، د یاد حزب مشر ګلبدین حکمتیار ممکن د پنجشنبې په ورځ له ختیځ نه کابل ته لاړ شي.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د حزب اسلامي ویاند قريب رحمان سعيد تیره ورځ خبریالانو ته وویل، چې د ښاغلي حکمتيار د راتګ لپاره بشپړه تياری نيول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د یاد حزب ۵۰ زندانيان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د پلچرخي له زندانه خوشي شول.
چارواکي وایي، په پام کې ده چې ډېر ژر به د دې حزب یو شمېر نور زندانيان هم راخوشي شي.
په پام کې وه چې له حزب اسلامي سره د سوله ییز تړون له مخې د دغه ګوند ۶۹ بندیان د دو شنبې په ورځ خوشې شي خو د حزب اسلامي چارواکي وایي دا کار د افغان چارواکو او حزب اسلامي ترمنځ د مخالفت له کبله وځنډېد.
د حزب اسلامي د دفتر سرپرست مشر نادر افغان د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د بندیانو خلاصیدل کار د بشري حقونو کمیسیون تر اعتراض وروسته وځنډېد.