د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د لویې څارنوالۍ ویاند وايي چې له درنو جرمونو سره د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ د د عبدالغفار داوي په اړه د تورونو د څېړنو پایلې یې محکمې ته استولي او د عبدالغفار داوي محاکمه به ډېر ژر ترسره شي.
د ایل ګروپ شرکت مسؤول او د کابل بانک پخوانی ونډه لرونکی عبدالغفار داوي کابو یوه میاشت وړاندې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له خوا ونیول شو او اوس د کابل د څرخي پله په زندان کې بندی دی.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«دوسیه یې وڅېړل شوه ځکه چې دغه دوسیه بېلابېل اړخونه یې لرل د یوې برخې څېړنه یې بشپړه شوې او د عدلي او قضايي مرکز د څارنوالۍ له خوا اړوندې محکمې ته استول شوې او د محاکمې د ترسره کړېدو په تمه یوو.»
په لویه څارنوالۍ کې د ځینو سرچینو په وینا عبدالغفار داوي له دولتي کارکوونکو سره د هوکړې، د عامه شتمنیو د حیف او میل، د محکمو له حکمونو د سرغړونې، په تړونونو کې د دوکې ورکولو، د مالیې او د کابل د هوايي ډګر د پيسو د نه ورکولو له امله له پلټنو سره مخامخ شو او اوس پر نوموړي د تورونو په اړه ډېرې څېړنې پای ته رسېدلې دي.
له بلخوا له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي چې د دغې ادارې د سندونو له مخې ښاغلی داوي یوازې د کابل د هوايي ډګر د سونګ توکو له تړونونو ۶۷ مېلیونه افغانۍ پوروړی دی.
له داري فساد سره د مبارزې ادارې رییس سید حسین فخري وايي:«زموږ اداره او خلک تمه لري د کابل بانک د مېلیونونو قرضو په اړه او همدارنګه د هوايي ډګر د نفتي معاملو په تړونونو کې د څه باندې ۶۷ مېلیون افغانیو باقي دارۍ په اړه څه اجراات کېږي.»
خو د سیاسي مسلو یو شمېر کارپوهان د عدلي او قضايي ادارو لخوا ښاغلي داوي ته د سزا په ورکولو باور نهلري.
د افغانستان د ملي پیوستون او نهضت ګوند رییس سید اسحاق ګیلاني څرګنده کړه:«د ښاغلي داوي په څېر په زرګونه تنه نور دي چې زورواکي دي او د حکومت زور په هغوی نهرسېږي.زه یقین لرم چې څارنوالۍ کوښش کوي چې ښه څېړنه وکړي،خو په هېواد کې مصلحتونه دي چې ډېری کسان به ازاد شي او پر هېچا به قضايي حکم عملي نهشي.»
د ولسي جرګې یو شمېر غړي ټینګار کوي چې د دغې دوسیې په څېړلو کې باید سلیقهيي چلند ونهشي.