د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د اچین ولسوال عیسي خان ځواک وویل:«موږ د تعرض په حال کې یوو،موږ ډېر ګواښ نه احساس کوو،خو کابو د هغوی اتیا سلنه یې بهرني وګړي دي.»
په اچین کې د جګړې واقعیت دا دی چې له داعش څخه نړیوال ملاتړ د دغې ډلې د حضور د دوام لامل شوی دی.
د سیمهييزو پولیسو قومندان عبدالصمد وویل:«هغوی زموږ په سل مټرۍ کې دي.»
اچین په دې ورځو کې د هېواد په ختیځ کې د داعشیانو لپاره په مناسب بستر بدل شوی دی.
خو د دغو ټولو نهلیو په اوج کې،د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي خپل راتلونکي ته هیله من دي،له دغې ډلې زده کوونکی طارق غواړي چې ډاکټر شي او کړای شي چې د دردونو درملنه وکړي.
زده کوونکي طارق وویل:«جګړه پای ته ورسېږي،سوله غواړو موږ هیله لرو چې د اچین په ولسوالۍ کې ارامي راشي ځکه کهچېرې امنیت نه وی هېڅکله زموږ ښوونځی پرمختګ نه کوي.»