د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې،
د اسلامی حزب ویاند حمید عزیزيوویل، تمه ده چې د حزباسلامي د مشر د راتګ په استقبالیه جشن کې شاوخوا یو نیم میلیون کسان ګډون وکړي خو د دغه مراسمو د امنیت ټینګول یو ستونزه ده.
نوموړی هیله ښيي چې د روان هجري لمریزکال د کب تر۲۰ نېټې وړاندې د حزباسلامي او حکومت د شوې هوکړې ډیره برخه عملي شي.
عزیزي زیاته کړه:
"د حزباسلامي د مشر د راڅرګندېدو او کابل ته د نوموړي د راتګ لپاره ټول چمتوالی نیول شوی خو له بدهمرغه د حکومت د چمتوالي په برخه کې ځیني مشکلات شته د وخت په باره کې موږ ویلای شو چې د حوت تر شلمې نېټې وړاندې انشاالله انجنیر ګلبدین حکمتیار کابل ته راځي."
څه موده وړاندې د ملګرو متلونو د امنیت شورا د بندېزو له لېسته د حزباسلامي د مشرګلبدین حکمتیار نوم واېسته چې په دې ترتیب د افغانستان حکومت او حزباسلامي ترمنځ د شوې هوکړې یو لوی خنډ لېرې شو.
له دې وړاندې د افغان حکومت او حزباسلامي ترمنځ د شوې هوکړې پلي کیدونکې کمېټې ویلي وو چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ لپاره چمتوالی نیول شوی دی.
د دغه کمېسیون غړي او د حزباسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم ویلي چې ګلبدین حکمتیار به د حزباسلامي د زندانیانو د لومړنۍ برخې تر خلاصیدو وروسته کابل ته راشي.
اخوا د ارګ ماڼۍ بیا وايي چې له حزباسلامي سره د شوې هوکړې عملي کېدو ته ژمن دي او په دې برخه کې به اقدام وکړي.