د
افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی :
ولسمشر غني د ستر پیغمبر له کړنو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، محمد(ص) د ښځو او زړو له زورولو خلک منع کړي او په یوه ټولنه کې د بېعدالتیو او ظلم پای یې غوښت.
غني وویل: "که چېرې موږ د محمد (ص) پر ګامونه ګام کېږدو او لاره یې تعقیب کړو، نو کولی شو د خپلې ټولنې ستونزې هوارې کړو."
په دې غونډه کې ولسمشرغني د حکومت پر ټولو حکومت مخالفو ډلو غږ وکړ چې د هېواد له ورانۍ لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي.
نن د ربیع الاول د دولسمه نېټه ده چې د محمد (ص) د زوکړې او مړینې ورځې سره برابره ده.
د اسلام ستر پیغمبر محمد (ص) ۵۷۰ زیږدیز کال کې د سعودي عربستان په مکه کې نړۍ ته راغی او د ۴۰ کلنۍ په عمر کې پر پیغمبری مبعوث شو.
د افغانستان په ګډون د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه هر کال دا ورځ لمانځي.
ټاکل شوې ده چې سږ کال بیا هم دا ورځ د صدقې په ورکړې، د دعاء او قرآن کریم په ختمونو ولمانځي.