هغه یوځل بیا په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې په اوږد مهاله همکاریو ټينګار وکړ.
ښاغلي اوباما د جرمني له لومړې وزیرې انګیلا مېرکل سره په برلین کې د لیدنې پرمهال وویل چې له افغانستان څخه نړیوال ملاتړ یوه اړتیا ده.
اوباما څرګنده کړه:« موږ په افغانستان کې د سولې او آرامې د ټینګښت لپاره د جرمني او د ناټو نورو متحدینو ترڅنګ به وو.»
اوباما د ترهګرو ډلو په وړاندې د نړۍ پر یوموټيوالي ټینګار کوي او وايي چې ټوله نړۍ د ترهګرو د لهمنځه وړو په اړه یو شان نظر لري.
په همدې حال کې د جرمني لومړې وزیرې انګیلا مېرکل په افغانستان کې د سیاسي ثباټ د ټینګښت په برخه کې د برلین او واشنګټن د هڅو خبرې کوي.
مېرمن مېرکل په دې اړه وویل:«موږ په افغانستان کې سره ډېره همکاري لرله. موږ دې همکارۍ ته دوام ورکوو. په افغانستان کې د پوځي همکاریو ترڅنګ د سیاسي حل لارو د رامنځته کولو لپاره هم هڅه کړي دي. موږ په دې هېواد کې په سیاسي حل لارې ټینګار لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې د جرمني حکومت په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځیانو مأموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځوه.
جرمني په افغانستان کې ۹۸۰ سرتېري لري چې ډېرشمېر یې په مزارشریف ښار کې مېشت دي.