حیات الله حیات ویلی دی، خواشینی یم، چې د افغانستان د خاورې او خلکو دښمنانو د ماین چاودنې له امله د اریانا ټلویزیون خبریال په شهادت ورسید.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی دهلمند والی حیات الله حیات وای، ارواښاد نعمت الله زهیر یومسلکي او د خبریالۍ په اخلاقو سمبال زړه ور ژورنالیست وو، چې د مطبوعاتو له لارې یې د خپل ځوریدلي ولس هوساینې لپاره هلې ځلې کولې.
د هلمند والي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي، شهید خبریال دجمعه ورځ په داسې حال کې د وسلوالو طالبانو د ماین چاودنې ښکارشو، چې د جګړې په کرښه کې یې د خپلو نورو همسنګرو ملګرو سره یوځای خپله دنده ترسره کوله.
سرچینو زیاتوی، په دې پیښه غمجن یم ارواښاد ته د الله تعالی له دربار څخه د جنت الفردوس دعا کورنۍ سره یې ځان په دې غم کې شریک بولم او ټولو خبریالانو ته ددې دردونکې پیښې له امله د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.
په خبرپانه که راغلی دی، په دې پیښه کې د خاور ټلویزیون ټپي شوي موټر چلوونکي ته د الله تعالی له دربار څخه د بیړنۍ روغتیا دعا کوم.