د غوڅ ملاتړ ماموریت خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې جګړه کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې جګړه کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی دی.
یاد سرتیري د داعش وسلهوال ډلې پر وړاندې پوځي عملیاتو کې چې په اچین ولسوالۍ کې تېره ورځ( سېشنبه د تلې۱۳مه)ترسره شول، ټپي او وروسته یې ساه ورکړې ده.
امریکايي او افغان ځواکونه په ګډه سره یادې ولسوالۍ کې د داعش ډلې له منځه وړو په موخه په ترسره کړي وو چې د دې عملیاتو په ترڅ کې امریکايي سرتېری د ماین چاودنې له امله ټپي شو وروسته یې ساه ورکړه.
خبرپاڼه کې د سرتېري په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.